- مطابق
(ژباړه)
خبر:
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د رایو په اتفاق هغه پرېکړه تصویب کړه چې د افغانستان په مسله کې د ښکېلو اړخونو په توګه متحده عربي اماراتو او جاپان چمتو کړې وه. په یاده پرېکړه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په موسسو کې د ښځو د کار بندېدو په اړه د اسلامي امارت پرېکړې ناسمې ګڼل شوې.
تر ۹۰ زیاتو د ملګرو ملتونو غړو دولتونو د دغې پرېکړې په ملاتړ ګډون وکړ او دا لومړی ځل دی چې د اسلامي همکاریو سازمان تر ۲۸ زیات غړي د یوې پرېکړې په ملاتړ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې ګډون کوي. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت او په سیاسي چارو کې د نړیوالو همکاریو مرستیالې او په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد دایمي استازې، لانا زکي نسیبې وویل: «د امنیت شورا له لوري د دغې پرېکړې تصویب پخپله د دې یو ښکاره پیغام دی چې د طالبانو پرېکړې ناسمې دي او د ټولو غوښتنه دا ده چې طالبان ژر تر ژره د ښځو د کار په اړه یوازې وروستۍ پرېکړه نه، بلکې ټول هغه بندیزونه بېرته واخلي چې په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي.» نوموړې زیاته کړه: «ټول باید دا ومنو چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له ګډون پرته ټېکاو، اقتصادي وده او سیاسي جوړجاړی ناشونی دی.» (سرچینه: د اماراتو البیان مجله؛ د ۲۰۲۳م کال د اپرېل ۲۸مه)
تبصره:
د متحده عربي اماراتو مزدور چارواکي د کفارو پر وړاندې د حقارت احساس کوي. دوی داسې احساسوي چې باید هره لحظه حربي کفارو ته ور یاده کړي چې موږ په هره بیه چې وي، ځانونه ستاسو یوه برخه او په تاسو پورې تړلي ګڼو؛ بلکې ان غواړي کفارو ته ثابته کړي چې دوی د کفارو د قوانینو او احکامو پر بنسټ ژوند ته د مسلمانانو په رابللو کې يو له بل سره سیالي کوي؛ تر دې بریده چې که یې له دندو او موقفونو سره جوړ وي، تیار دي چې خپل نومونه کریسټینا، میشل او ... ته واړوي او داسې کارونه وکړي چې له سلیم انساني فطرت سره په ټکر کې دي. دغه مېرمن «لانا» د افغانستان مسلمانانو ته د «ښځو حقونو ساتلو» د درس ورکولو پر ځای ولې ځان ته زحمت نه ورکوي چې د «ابراهیمي کورنۍ کور» له څښتن څخه وغواړي چې له دغې مقولې او بدعت څخه لاس واخلي؟ ولې ځان ته زحمت نه ورکوي چې په دې اړه نظر ورکړي چې ابراهیم علیه السلام له هغې ماڼۍ بېزاره دی چې په ابوظبي کې د ده علیه السلام په نامه «اماراتي ابراهيمي کور» جوړه شوې او په هغې کې یو جومات، یوه کلیسا او یوه کنیسه څنګ په څنګ جوړ شوي؟ دې او بادار یې، د اماراتو حاکم دغه مبارک ایت نه دی اورېدلی چې الله سبحانه و تعالی فرمایي:
﴿مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيّاً وَلَا نَصْرَانِيّاً وَلَٰكِن كَانَ حَنِيفاً مُّسْلِماً وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ﴾
ژباړه: «ابراهیم علیه السلام نه یهودي و او نه نصراني و، بلکې هغه موحد او مسلمان و او هغه هېڅکله له مشرکانو څخه نه و.» [آل عمران: 67]
د ښځو حقونو په اړه د اماراتو د چارواکو د شور ماشور په اړه غوره بولم چې دلته د حزب التحریر د «ټولنیز نظام» کتاب یوه برخه راواخلم:
«نو د ښځو او نارینهوو ترمنځ د مساواتو خبره د بحث وړ نه ده او په ټولنیز نظام پورې اړه لري؛ ځکه چې دا داسې خبره نه ده چې پر ټولنیز ژوند اغېز وښندي او نه داسې ستونزه ده چې ښايي په اسلامي ژوندکې رامنځته شي. دا اصطلاح یوازې په غرب کې ده او مسلمانان یې – که د غرب تقلید ونه کړي- نه کاروي؛ غرب د انسان په توګه د ښځو طبیعي حقونه تر پښو لاندې کړي او دا چاره د دې سبب شوه چې ښځې د خپلو تر پښو لاندې شوو حقونو لاسته راوړلو لپاره د مساواتو بحث مطرح کړي؛ دا بحث یې د خپلو حقونو لاسته راوړلو لپاره د یوې لارې په توګه غوره کړی. اسلام له دغې اصطلاح سره کومه اړیکه نه لري او نه دخالت پکې کوي؛ ځکه چې خپل ټولنیز نظام یې پر یوه داسې پیاوړي او ټینګ بنسټ درولی چې جمعي تړاو، ټولنې او د ټولنې د پرمختګ ضمانت کوي او د ښځو او نارینهوو لپاره ریښتینې او له انساني کرامت سره سمه نیکمرغي راوړي؛ هغه کرامت چې الله سبحانه و تعالی پر دوی لورولی: ﴿وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ﴾ [اسراء: 70] ژباړه: له شک پرته، پر بني ادم مو کرامت (لویي) پېرزو کړی.
نو کوم حقونه چې اسلام ښځو او نارینهوو ته ورکړي او هغه مسولیتونه چې د دواړو پر اوږو یې اېښي؛ داسې حقونه او مسولیتونه دي چې د شارع له انده د دواړو په ګټه او خیر دي او دا داسې حللارې دي چې د اعمالو لپاره یې د یوه ځانګړي عمل په توګه ځانګړي انسان ته په پام کې نیول شوې. نو چېرته چې انساني طبیعت غواړي، اسلامي شریعت د انسانانو «ښځو او نارینهوو» حقونه یوځای په پام کې نیولي او چېرته یې چې طبیعت توپیر کوي او تنوع غواړي؛ حقونه او مسولیتونه یې هم بېل په پام کې نیول شوي. پر دې باید پوه شو چې د حقونو او مسولیتونو یوځایوالی مساوات نه بلل کېږي، دغه راز د مساواتو نشتون هم نه شو ورته ویلی او پر دې هم باید پوه شو چې په حقونو او مسولیتونو کې توپیر هم د نامساواتو یا مساواتو په معنی نه دی؛ ځکه چې کله اسلام د نارینهوو او ښځو یوه جمع ته ګوري؛ یوازې د انسانانو د یوه جمع په توګه یې ویني او دا طبیعي ده چې دغه جمع به هم له ښځو جوړ وي او هم له نارینهوو. الله تعلی فرمایي:
﴿يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً كَثِيراً وَنِسَاءً﴾
ژباړه: «ای خلکو! له خپل هغه رب څخه ووېرېږئ چې تاسو یې له یوه تن څخه پیدا کړئ او له هماغه تن څخه یې د هغه جوړه منځ ته راوړه او له دغو دواړو څخه یې په نړۍ کې ډېر نارینه او ښځې خواره کړل.» [نساء: 1]»
له «ټولنیز نظام» کتاب څخه نقل قول همدومره و.
نو دغو خبرو ته په کتو، په اسلامي هېوادونو کې د ښځو حقونو ادعا هېڅ ځای نه لري. ښه ده چې د متحده عربي اماراتو چارواکي خپلو دغو ادعاوو ته له اسلامي هېوادونو پرته بل بازار وګوري؛ داسې ځایونه دې پیدا کړي چې هلته ښځې د بېلابېلو تولیداتو په څېر ډلبندي شوې او د پلور لپاره د ټولو په مخ کې اېښودل کېږي؛ لکه غربي هېوادونه!
دا چې اسلامي امارت ښځې د ملګرو ملتونو په موسسو کې له کار څخه منع کړې، دلیل یې ښکاره دی؛ دوی نه غواړي چې ملګري ملتونه له افغان ښځو څخه د غربي هېوادونو په ګټه کسان ټول کړي او نه غواړي دغه سازمان په افغانستان کې د اسلامي مفاهیمو خلاف مفاهیم خپاره کړي؛ نو که د ملګرو ملتونو سازمان وکولی شي د افغانستان له داخل څخه د دغې موخې لپاره ښځې وګوماري، هېڅ شک نشته چې خپلو موخو ته رسېږي.
له بل لوري، اسلامي امارت ته، چې د افغانستان حاکمیت یې په لاس کې دی، ښه دا وه چې د دولتونو حاکمیت او د هغوی داخلي پرېکړو ته د درناوي په اړه د نړیوال قانون د ځینو بندونو د استدلال پر ځای یې د ملګرو ملتونو په موسسو کې د ښځو د کار منع کولو دلایل او اسباب په پوره شفافیت بیان کړي وای. د دې پر ځای چې د ملګرو ملتونو د ۲۶۸۱ ګڼې پرېکړې او د متحده عربي اماراتو د دریځ په غبرګون دا استدلال وکړي چې د ملګرو ملتونو سازمان په موسسو کې د ښځو د کار کولو مسله یوه ځانګړې مسله ده او مناقشه نه پرې کېږي؛ ښه دا وه چې اسلام یې د حاکمیت لپاره د غوره نظام په توګه معرفي کړی وای او ویلي یې وای چې نړیوالې اړیکې باید پر نورو د خپلو ارادو د تحمیل پر بنسټ نه، بلکې د راکړې ورکړې پر بنسټ وي؛ ملګري ملتونه یې د تاسیس له لومړیو ورځو راهیسې د نړیوال قانون تر نامه لاندې نور دولتونه د لویو دولتونو اطاعت ته اړ باسي! ښه ده چې په دا ډول استدلالونو کې دغه ایت قاعده او اساس وګرځول شي:
﴿قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قُلِ اللهُ وَإِنَّا أَوْ إِيَّاكُمْ لَعَلَى هُدًى أَوْ فِي ضَلَالٍ مُّبِينٍ﴾
ژباړه: «(اې پیغمبر صلي الله علیه وسلم) له دوی څخه پوښتنه وکړه: څوک تاسو ته له اسمانونو او ځمکې څخه روزي درکوي؟ (دوی ته) ووایه: الله (روزي راکوي). اوس هرو مرو له موږ او تاسو څخه یو لوری پر سمه لاره دی؛ یا په ښکاره ګمراهۍ کې لوېدلی دی.» [سبأ: 24]
لیکوال: نزار جمال